د بلخ ولایت د تخنیکي او زده کړو آمریت او راه سعادت د لوړو زده کړو موسسې ترمنځ تفاهم لیک لاسلیک شو

د بلخ ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت په یاد ولایت کې د راه سعادت دلوړو زده کړو له موسسې سره د ګډو همکاریو تفاهم لیک لاسلیک کړ.
د دواړو ښوونیزو بنسټونو ترمنځ د تفاهم لیک د لاسلیک کولو موخه د همکارۍ او همغږۍ پراختیا او همدارنګه د بې بضاعته کسانو لپاره د لوړو زده کړو د فرصتونو برابرول ویل شوي دي.
د یاد تفاهم لیک پر بنسټ به د دواړو ښوونیزو بنسټونو محصلینو ته په اړوندو څانګو کې د عملي زده کړو او علمي سیرونو زمینه برابره شي.
دا په داسې حال کې ده چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي ترڅو د خصوصي او حکومتي بنسټونو سره د تفاهم لیکونو په لاسلیک کولو سره د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو زده کونکو لپاره مناسب او غوره تدریسي چاپیریال چمتو کړي.