د فاریاب په قرمقول ولسوالۍ کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د ملاتړ شورا میاشتنۍ غونډه ترسره شوه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۸ - ۱۱:۰
فاریاب

د فاریاب ولایت قرمقول ولسوالۍ تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو څخه د ملاتړ شورا میاشتنۍ غونډه د یادې ولسوالۍ د کثیرالرشتوي لېسې په اداره کې جوړه شوه.

په یاده غونډه کې د زده کوونکو د درسي وخت بدلون، د لېسې اداري او تدریسي چارو د پرمخ بیولو لپاره د مناسب ځای پر ټاکلو، په ټولنه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو اهمیت په اړه د پوهاوي پر لوړولو خبرې وشوې.

په دې کتنه کې د قرمقول کثیرالرستوی لېسې مدیر احسان الله محب اوګمي د قرمقول ولسوالۍ د ملاتړ شورا او پوهنې آمریت د هراړخیزو مرستو او همکاریو قدرداني وکړه.

د غونډې ګډونوالو د اجنډا او د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو وضعیت د ښه والي په اړه خپل وړاندیزونه او نظریات څرګند کړل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس د روسیې له پلاوي سره ولیدل

نن له غرمې مخکې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد د آلتای پیداګوژیک پوهنتون له پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۸:۳۰
Background image

د ننګرهار ولایت اقتصاد ریاست سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او د یاد ولایت د اقتصاد ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو د پیاوړتیا او د دواړو ادارو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه. په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۶
Background image

د لغمان محبس ته علمي کتابونه او مجلې ډالۍ شوې

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د خپلو اړوندو ښوونیزو مرکزونو له لارې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه ۴۴ ټوکه کتابونه او ۳۵ ټوکه علمي مجلې د لغمان ولایت د محبس آمریت ته ډالۍ. . .

BACK TO NEWS