د اکاډمیکو چارو مرستیال د کابل میربچه کوټ او فرزې ولسوالیو له مسلکي ښوونځیو لیدنه وکړه

media_admin
شنبه ۱۴۰۱/۵/۱۵ - ۱۰:۰
Academic

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اکاډمیکو چارو مرستیال او ورسره مل پلاوي د کابل ولایت میربچه کوټ او فرزې ولسوالیو کې د کرنې له مسلکي لېسو څخه لیدنه وکړه.

 ښاغلي عزیزي د استادانو درسي پلان او مفردات وارزول او د تدریس کیفیت په لوړولو یې ټینګار وکړ.

نوموړي د ښوونځيو څخه د ليدنې پر مهال د زده کوونکو او ښوونکو ستونزې واورېدې. دوی د وسایلو کمښت، د درسي کتابونو او د لابراتوار نشتوالی له لویو ننګونو څخه یاد کړل.

 د اکاډمیکو چارو مرستيال ستونزو د حل په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه او زياته يې کړه: په دې وروستيو کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرتابه د هڅو په پايله کې د دې ادارې چاپ خونه بېرته فعاله شوې او ډیر ژر به د کتابونو کمښت ستونزه له منځه ولاړه شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس د روسیې له پلاوي سره ولیدل

نن له غرمې مخکې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد د آلتای پیداګوژیک پوهنتون له پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۸:۳۰
Background image

د ننګرهار ولایت اقتصاد ریاست سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او د یاد ولایت د اقتصاد ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو د پیاوړتیا او د دواړو ادارو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه. په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۶
Background image

د لغمان محبس ته علمي کتابونه او مجلې ډالۍ شوې

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د خپلو اړوندو ښوونیزو مرکزونو له لارې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه ۴۴ ټوکه کتابونه او ۳۵ ټوکه علمي مجلې د لغمان ولایت د محبس آمریت ته ډالۍ. . .

BACK TO NEWS