د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د برک موسسی له استازو سره وکتل

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۵/۱۱ - ۱۴:۴۶
برک موسسه

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت د خپل کار په دفتر کې د برک موسسی له استازو سره وکتل.

د برک موسسی استازي سيف الله سيفي د دغه موسسی پروګرامونو په اړه خبرې وکړې او ويې ويل، ياده موسسه په پام کې لري چې په يو شمېر ولايتونو کې د خلکو د ژوند د ښه والي او کارموندنې په موخه حرفوي زده کړې پيل کړي.

د هغه په ​​وينا، په دغو زده کړو کې خياطي، د موبايلونو ترميم، د چرګانو، باغداري او د څارويو پالنه شامله ده.

ښاغلي سیفي وویل، د دې له امله چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې ښونیز خدمتونه د ماهرو کارګرانو روزنې ته متمرکز دي، د برک موسسه خپلو ښوونیزو پروګرامونو د پلي کولو لپاره د دې ادارې همکارۍ ته اړتیا لري.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست له برک موسسی سره د دغه ادارې همکاريو په اړه ډاډ ورکړ او ويې ويل، چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو مرکزونه پرمختللې اسانتياوې، تجهيزات او متخصص استادان لري.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سلاکار روح الله هوتک چې په دې غونډه کې يې شتون درلود وويل چې دغه اداره د استاد_ شاګردی پروګرام په چوکاټ کې په ټولو ولايتونو کې د حرفوي زده کړو په برخه کې مواد، تجهیزات او متخصث روزونکي لري.

ښاغلي هوتک زیاته کړه چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې متخصصینو یو ټیم به د برک موسسی سره همکاري وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس د روسیې له پلاوي سره ولیدل

نن له غرمې مخکې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد د آلتای پیداګوژیک پوهنتون له پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۸:۳۰
Background image

د ننګرهار ولایت اقتصاد ریاست سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او د یاد ولایت د اقتصاد ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو د پیاوړتیا او د دواړو ادارو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه. په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۶
Background image

د لغمان محبس ته علمي کتابونه او مجلې ډالۍ شوې

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د خپلو اړوندو ښوونیزو مرکزونو له لارې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه ۴۴ ټوکه کتابونه او ۳۵ ټوکه علمي مجلې د لغمان ولایت د محبس آمریت ته ډالۍ. . .

BACK TO NEWS