د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له روزنیزو مرکزونو څخه د څارنې او ارزونې طرحه وړاندې شوه

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۴/۵ - ۱۵:۳۲
د څارنې او ارزونې ریاست

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د څارنې او ارزونې ریاست د دغه ادارې د تخنیکي او مسلکي مرکزونو د څارنې او ارزونې پلان د سیمینار په بڼه وړاندې کړ.

 په دغه سیمینار کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د روزنیزو مرکزونو د څارنې او ارزونې پلان تشریح شو. د دغه ادارې د روزنیزو مرکزونو د ننګونو او ستونزو حل د دغه طرحې له مهمو موخو څخه دی.

 د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکاډمیکو چارو مرستيال استاد نورمحمد عزيزي وويل: "د دغه طرحې له مخې، اته څارونکي ډلې په مرکز او ولايتونو کې د دې ادارې د تخنيکي او مسلکي مرکزونو د نږدې څارنې او ارزونې لپاره ګمارل شوي دي."

د دغه طرحې له مخې، د دې ادارې د روزنیزو مرکزونو د څارنې او ارزونې د بهیر له پای ته رسېدو وروسته د څارنې ډلې؛ خپل راپور د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرتابه  ته وسپارئ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس د روسیې له پلاوي سره ولیدل

نن له غرمې مخکې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد د آلتای پیداګوژیک پوهنتون له پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۸:۳۰
Background image

د ننګرهار ولایت اقتصاد ریاست سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او د یاد ولایت د اقتصاد ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو د پیاوړتیا او د دواړو ادارو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه. په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۶
Background image

د لغمان محبس ته علمي کتابونه او مجلې ډالۍ شوې

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د خپلو اړوندو ښوونیزو مرکزونو له لارې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه ۴۴ ټوکه کتابونه او ۳۵ ټوکه علمي مجلې د لغمان ولایت د محبس آمریت ته ډالۍ. . .

BACK TO NEWS