تخنیکي او مسلکي زده کړو په اداره کې د اداري پروسو د ساده کولو په اړه د همکارۍ هوکړه لیک د پلې کیدو پیل!

media_admin
شنبه ۱۴۰۱/۳/۱۴ - ۱۳:۰
تفاهمنامه همکاری ساده‌سازی

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په اداره کې  د اداري پروسو د ساده کولو په اړه د همکارۍ هوکړه لیک د پلې کیدو بهیر پیل شو.

 دغه بهیر نن په هغه غونډه کې چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبرۍ او د چارو ادارې پلاوي او د دې ادارې پروسو د ساده کولو مشر بریالي ابدالي په مشرۍ جوړه شوې وه پیل شو.

ښاغلي ابدالي د يادې پروسې په اړه خبرې وکړې او ويې ويل، چې ياده پروسه به د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې له مشرتابه سره په همغږۍ پر مخ وړل کېږي.

هغه وويل، د پروسو د ساده کولو اصلي موخه خلکو ته د ښو خدمتونو وړاندې کول دي.

په دې لړ کې د چارو اداری پلاوي د پریزنټیشن په وړاندې کولو سره د پروسې د ساده کولو طرحې بشپړه معلومات وړاندې کړل.

د کارکوونکو او مراجعینو رضایت زیاتول، د فساد کمول، د بیوروکراسۍ کمول، د خدماتو وړاندې کولو چټکتیا او د لګښتونو کمول د دې طرحې ځینې ګټې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس د روسیې له پلاوي سره ولیدل

نن له غرمې مخکې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد د آلتای پیداګوژیک پوهنتون له پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۸:۳۰
Background image

د ننګرهار ولایت اقتصاد ریاست سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او د یاد ولایت د اقتصاد ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو د پیاوړتیا او د دواړو ادارو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه. په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۶
Background image

د لغمان محبس ته علمي کتابونه او مجلې ډالۍ شوې

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د خپلو اړوندو ښوونیزو مرکزونو له لارې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه ۴۴ ټوکه کتابونه او ۳۵ ټوکه علمي مجلې د لغمان ولایت د محبس آمریت ته ډالۍ. . .

BACK TO NEWS