د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او لوړو زده کړو وزارت ترمنځ مشورتي ناسته ترسره شوه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱/۱۵ - ۱۴:۱۵
tveta113

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او د لوړو زده کړو وزارت ترمنځ تخنیکي او مسلکي زده کړو په ادارې کې د کاربردی علومو د پوهنتون د جوړولو په اړه مشورتي ناسته ترسره شوه.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکاډمیکو چارو مرستیال ښاغلی استاد نورمحمد عزیزي، د دې ناستې موخه په دې دفتر کې د کاربردی علومو پوهنتون د جوړولو په اړه لا همغږي کول وو.

په دې غونډه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د بلان او ستراتیژیکی پالیسۍ رئیس روح الله شفیق د پریزنټیشن په وړاندې کولو سره د کاربردی علومو د پوهنتون جوړول د وګړو مسلکی روزنې او د هېواد د اقتصاد د ودې لپاره خورا مهم وبلل.

د لوړو زده کړو وزارت مرستیال لطف الله خیرخواه د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداره د مسلکي کارکوونکو د روزنې او اقتصادي ودې په برخه کې مهم وباله او ژمنه يې وکړه، چې په مرکز او ولايتونو کې به د تعليمي او تخنيکي ښوونځيو د پراختيا او په دې اداره کې د کاربردی علومو د پوهنتون په جوړولو کې همکاري وکړي.

د غونډې په پای کې دواړو لوریو د کاربردی علومو د پوهنتون د جوړولو په برخه کې د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس د روسیې له پلاوي سره ولیدل

نن له غرمې مخکې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد د آلتای پیداګوژیک پوهنتون له پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۸:۳۰
Background image

د ننګرهار ولایت اقتصاد ریاست سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او د یاد ولایت د اقتصاد ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو د پیاوړتیا او د دواړو ادارو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه. په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۶
Background image

د لغمان محبس ته علمي کتابونه او مجلې ډالۍ شوې

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د خپلو اړوندو ښوونیزو مرکزونو له لارې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه ۴۴ ټوکه کتابونه او ۳۵ ټوکه علمي مجلې د لغمان ولایت د محبس آمریت ته ډالۍ. . .

BACK TO NEWS