د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د رهبري پلاوي غونډه ترسره شوه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۲۵ - ۱۵:۴۰
tveta83

د مفتي فضل الرحمن فاضل په مشرۍ د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د اداري پلاوي غونډه؛ د دې ادارې د رئيسانو په حضور کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې هغه وړانديزونه چې پخوا د ښوونځيو او انسټیټونو د ښوونکو له خوا وړاندې شوي وو په هراړخيزه توګه خبرې وشوې چې ځینی یې ومنل شول.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مشر په دولتي پوهنتونونو کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د انسټیټونو د فارغانو د داخلې د محدوديتونو د لرې کول چې د ښوونکو يو له مهمو وړانديزونو څخه دي وويل: د ا.ا.ا چارواکو په دې برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه. اوهمدارنګه په دې غونډه کې پرېکړه وشوه چې په رسمي ډول دې په دې برخه کې خپل وړاندیزونه د حکومت مشرتابه ته وسپاري.

ښاغلي فاضل همداراز زیاته کړه چې د تخنیکي پوهنتونونو د جوړولو په اړه لازم تصمیم نیول شوی او دا وروستۍ تصمیم ده.

د نن ورځې په غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د 1400مالی کال په پای ته رسېدو سره د بودیجې د لګښت د ګړندي کولو په موخه د مالي او تدارکاتی ریاستونو ګډه کمېټه جوړه شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس د روسیې له پلاوي سره ولیدل

نن له غرمې مخکې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد د آلتای پیداګوژیک پوهنتون له پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۸:۳۰
Background image

د ننګرهار ولایت اقتصاد ریاست سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او د یاد ولایت د اقتصاد ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو د پیاوړتیا او د دواړو ادارو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه. په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۶
Background image

د لغمان محبس ته علمي کتابونه او مجلې ډالۍ شوې

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د خپلو اړوندو ښوونیزو مرکزونو له لارې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه ۴۴ ټوکه کتابونه او ۳۵ ټوکه علمي مجلې د لغمان ولایت د محبس آمریت ته ډالۍ. . .

BACK TO NEWS