په کنړ ولایت کې د ادارې او حسابداری انسټیټوټ جوړول؛ د تخنیکې او مسلکې زده کړو ادارې د پراختیایی برنامو، روښانه مثال دی

media_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۲ - ۱۲:۵۴
tvet17

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې یو له پرمختیایی برنامو د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د نوي روزنیزو مرکزونو رامنځته کول دي ترڅو زموږ ګران هیوادوال تخنیکي او مسلکي زده کړې ته لاسرسی ومومي.

له نیکمرغه، د کنړ ولایت مرکز اسعداباد کې د ادارې او حسابداری انسټیټوټ د جوړولو کار بشپړ او ډیر  ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شی.

دا انسټیټوټ په دریو پوړونو کې، چې د ټولو لوازمو سره ۱۶ درسی ټولګې لري، د “همت خیل” ساختماني شرکت لخوا د ۲۰ میاشتو په جریان کې د (۲۹۴۰۰۶۴۳) نهه ویشت میلیونه څلور سوه زره شپږ سوه درې څلویښت افغانیو په لګښت جوړ شوی، چې لګښت يې ددغه ادارې پراختیایی بودجی لخوا تمویل شوی دی.

د ټولو لپاره د تخنیکي او مسلکي زده کړو چمتو کول د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې یوه ستراتیژیکه موخه ده، نو د دې موخې تر لاسه کولو لپاره، ټاکل شوې چې د دې ادراې  د (۵) کلنۍ ملي ستراتیژۍ په پلي کولو سره، د هیواد په ۳۴ولایتونو او ولسوالیو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو زده کړه ییزو مرکزونو رامنځته کړی، ترڅو په هیواد کې د ماهرو انسانی پانګې تولید لپاره زمینه برابره شی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس د روسیې له پلاوي سره ولیدل

نن له غرمې مخکې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد د آلتای پیداګوژیک پوهنتون له پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۸:۳۰
Background image

د ننګرهار ولایت اقتصاد ریاست سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او د یاد ولایت د اقتصاد ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو د پیاوړتیا او د دواړو ادارو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه. په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۶
Background image

د لغمان محبس ته علمي کتابونه او مجلې ډالۍ شوې

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د خپلو اړوندو ښوونیزو مرکزونو له لارې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه ۴۴ ټوکه کتابونه او ۳۵ ټوکه علمي مجلې د لغمان ولایت د محبس آمریت ته ډالۍ. . .

BACK TO NEWS