د پکتیا د ځانګړو زده‌کړو لېسې سره درې زره امریکایي ډالر مرسته وشوه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۹:۳۸
TVETA

د بشري مرستو د همغږۍ مؤسسې (CHA)، د اورېدلو او لیدلو معلولیت لرونکو کسانو د ملاتړ په موخه د پکتیا ولایت د ځانګړو زده‌کړو لېسې سره د درې زره امریکایي ډالرو بشري مرسته وکړه.

یاده اندازه مرسته په یوه ناسته کې د پکتیا ولایت د مقام دفتر د رئیس، د اقتصاد رئیس او د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د یو شمېر مسئولینو په حضور کې د ځانګړو زده‌کړو لېسې ته وسپارل شوه.

په همدې حال کې د غونډې ګډونوالو د CHA مؤسسې له دې اقدام څخه مننه وکړه او دا ډول مرستې یې د معلولیت لرونکو زده‌کوونکو د ملاتړ لپاره مهمې وبللې.

ټاکل شوې چې دغه مرسته به د زده‌کړو د بهیر د پیاوړتیا او د زده‌کوونکو د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو په برخو کې ولګول شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۹:۳۸
Background image

د پکتیا د ځانګړو زده‌کړو لېسې سره درې زره امریکایي ډالر مرسته وشوه

د بشري مرستو د همغږۍ مؤسسې (CHA)، د اورېدلو او لیدلو معلولیت لرونکو کسانو د ملاتړ په موخه د پکتیا ولایت د ځانګړو زده‌کړو لېسې سره د درې زره امریکایي ډالرو بشري مرسته وکړه. یاده اندازه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۵:۱۲
Background image

د تخنیکي او مسلکي زدکړو ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس د مخابراتو وزارت د پروسو د پراختیا او ساده سازۍ له رئیس سره وکتل!

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس محترم سید محمد فرید آغا هاشمي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د پروسو د پراختیا او ساده‌ سازۍ له رئیس محترم سید نجم‌الدین. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۳:۳۵
Background image

د ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د څارنې مدیرانو لپاره روزنیز سیمینار جوړ شو

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارکوونکو چارو ریاست، د مسلکي ظرفیت لوړولو، د څارنې د بهیرونو د ښه والي او د ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د عمومي څارنې مدیرانو او مسلکي غړو د کاري. . .

BACK TO NEWS