په اسلامي سیاسي نظام کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ځای او رول

media_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۲۷

د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ انسټیټیوټ رئیس مفتي نورالله عزام د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په یوه اصلاحي ناسته کې د اسلامي نظام د ساتنې او پیاوړتیا په برخه کې د مسلکي زده‌کړو پر اهمیت او رول خبرې وکړې.

نوموړي په خپلو خبرو کې څرګنده کړه چې د اسلام مبارک دین یوازې د عبادت دین نه دی، بلکې د اسلامي سیاسي نظام ټینګښت هم د مسلمانانو له اساسي مسؤلیتونو څخه دی.

هغه زیاته کړه چې اقتصاد، سیاست، ټولنیز ژوند او د مسلمانانو د ژوند نور اړخونه په اسلامي سیاسي نظام کې ځانګړی ځای لري او دین هېڅکله له سیاست څخه جلا نه دی، بلکې سیاست د دین له بنسټیزو برخو څخه ګڼل کېږي.

د ډیپلوماسۍ انسټیټیوټ رئیس همدارنګه د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو پر رول ټینګار وکړ او ویې ویل چې د نننیو شرایطو په نظر کې نیولو سره دا ډول زده‌کړې د اسلامي سیاسي نظام په پیاوړتیا او ساتنه کې ډېر مهم رول لري.

نوموړي څرګنده کړه چې تخنیک او مسلک د هېواد د نن او راتلونکي لپاره ځانګړی ارزښت لري او د اسلامي نظام د پیاوړتیا لپاره حیاتي دي، او مسؤلان د دې برخې د لا پیاوړتیا لپاره ژمن دي.

په دې ناسته کې نور اړوند موضوعات هم مطرح شول او غونډه د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

BACK TO NEWS