د چک کثیرالرشتوي انسټیټوټ او وردګو پوهنتون ترمنځ علمي همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک شو
د میدان وردګو ولایت د چک کثیرالرشتوي انسټیټوټ او د دغه ولایت د وردګو پوهنتون ترمنځ د علمي همکاریو د پراختیا په موخه هوکړهلیک لاسلیک شو.
دغه هوکړهلیک د وردګو پوهنتون د علمي او محصلانو چارو معاونیت کې د یاد پوهنتون د مسئولینو، د چک کثیرالرشتوي انسټیټوټ د آمر او یو شمېر استادانو په حضور کې لاسلیک شو.
په دې مراسمو کې د وردګو پوهنتون د علمي او محصلینو چارو مرستیال، پوهاند دوکتور خیبر سیفي، د دغه پوهنتون د فعالیتونو او لاستهراوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل او د علمي او ښوونیزو مرکزونو ترمنځ یې همکاري مهمه وبلله.
همدارنګه د چک کثیرالرشتوي انسټیټوټ آمر، مجیبالرحمن جواد، وویل چې دغه هوکړهلیک د زدهکړو د کیفیت او علمي ظرفیت د لوړولو، د تجربو د تبادلې، د متقابلو همکاریو د پراختیا، د علمي سفرونو د زمینې برابرولو او د محصلینو او متعلمینو د ستونزو د حل په برخه کې د همکارۍ په موخه لاسلیک کېږي.
په همدې حال کې د چک کثیرالرشتوي انسټیټوټ مسئولینو د وردګو پوهنتون له رهبرۍ څخه د همکارۍ او نیک نیت له امله مننه وکړه او د دواړو بنسټونو ترمنځ یې د علمي او عملي همکاریو پر دوام او پراختیا ټینګار وکړ.
دغه مراسم د هوکړهلیک د موادو پر تطبیق او عملي کولو له ټینګار او د خیر په دعا سره پای ته ورسېدل.
