د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې او د افغانستان او ایران ګډې خونې ترمنځ د همکاریو پراختیا
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې یوه پلاوي، له خصوصي سکټور او اقتصادي بنسټونو سره د اړیکو د پیاوړتیا په موخه، د افغانستان او ایران د ګډې خونې له مشرتابه سره وکتل او خبرې یې وکړې.
په دې لیدنه کې د کارآموزۍ، کارموندنې، ظرفیت لوړونې او د فارغانو لپاره د کاري فرصتونو د برابرولو په برخو کې د همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې.
د خصوصي سکټور او د کارموندنې له فرصتونو سره د همغږۍ آمر، محمد سفیان اریوي، په نننۍ ناسته کې د ګډو همکاریو د برخو په اړه خبرې وکړې او د تخنیکي او مسلکي زدهکړو د کیفیت د لوړولو، کارآموزۍ او کارموندنې د فرصتونو په برابرولو کې یې د خصوصي سکټور رول مهم وباله.
په دې ناسته کې وړاندیز وشو چې د افغانستان او ایران ګډه خونه دې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو له ادارې سره د فارغانو د کارآموزۍ پروګرامونو ته د جذب، د استخدام د زمینې د برابرولو، د مسلکي معیارونو د تدوین، د علمي او ظرفیت لوړونې پروګرامونو او د کاري نندارتونونو په جوړولو کې همکاري وکړي.
د افغانستان او ایران ګډې خونې په دې غونډه کې ژمنه وکړه چې په لومړي پړاو کې به د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې د ښوونیزو مرکزونو ۵۰ تنه فارغان د کارآموزۍ پروګرامونو ته جذب کړي او په راتلونکي کې به د نورو فارغانو د جذب په برخه کې هم همکاري وکړي.
دواړو لورو همدارنګه د کار بازار د اړتیاوو د پېژندنې او د خصوصي سکټور د اړتیا وړ مسلکي معیارونو د چمتو کولو او تدوین په اړه بحث وکړ او ټینګار یې وکړ چې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو د مرکزونو درسي محتوا باید د کار بازار له اړتیاوو سره لا ډېره همغږې شي.
له دې ترڅنګ، د استادانو او فارغانو د ظرفیت لوړونې لپاره د ګډو ورکشاپونو، سیمینارونو او علمي پروګرامونو جوړول هم مطرح شول. د افغانستان او ایران ګډې خونې د ادارې په علمي او مسلکي پروګرامونو کې د ایراني متخصصینو د ګډون او د هغوی د تجربو د شریکولو لپاره خپل چمتووالی څرګند کړ.
د غونډې په پای کې دواړو لورو د اړیکو پر دوام، د شوې هوکړې د مواردو پر تعقیب او د ګډو همکاریو پر لا پراختیا ټینګار وکړ.
دا په داسې حال کې ده چې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې مشرتابه له خصوصي سکټور او اقتصادي بنسټونو سره د همکاریو پیاوړتیا د خپلو پروګرامونو له مهمو محورونو څخه بولي او تل هڅه کوي چې د عملي زدهکړو، کارآموزۍ او د فارغانو لپاره د کاري فرصتونو زمینه لا پراخه کړي.
