د ننګرهار ولایت تخنیکي زده‌کړو آمریت لخوا د راډیويي څپو (FM) دستګاه جوړول

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۱۱:۱۲
TVETA

د ننګرهار ولایت تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت مسؤلین وایي، چې دا مهال د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د نوښت په برخه کې یو شمېر پروژې د استادانو تر څار لاندې د زده‌کوونکو لخوا پرې کار جریان لري.

په دې لړ کې د اف‌اېم (FM) راډیو د څپو دستګاه ده، چې د ننګرهار ولایت د هسکي مېنې کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې ډیزاین او جوړه شوې ده.

هغه زده‌کوونکی چې دا راډیويي دستګاه یې جوړه کړې، وایي چې دا مهال د یوې محدودې جغرافیایي سیمې د پوښښ وړتیا لري او کوښښ کوي چې لا پرې ډېر کار وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د نوښت مرکز تل په هېواد کې د نوښتګرو کسانو پر ملاتړ ټینګار کوي، او تر اوسه لسګونه پروژې په دې مرکز کې تر پروسس لاندې نیول شوې دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS