په بغلان ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې لخوا د کارموندنې مرکز پرانیستل شو
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اړوند د تحقیق او نوښت ریاست په بغلان ولایت کې د یو اقدام په ترڅ کې د هغو زده کړیالانو لپاره د کارموندې او مشوره دهۍ مرکز پرانیست چې د فراغت په درشل کې موقعیت لري.
په تحقیق ریاست کې د مسؤلینو په وینا د کارموندنې یاد مرکز د کار بازار ته د ننوتلو لپاره د محصلینو د چمتو کولو په موخه جوړ شوی دی.
ورته مهال، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسؤلینو د یاد مرکز له جوړولو سره سم د ۷۷ تنه محصلینو لپاره د « کارآفرینۍ » تر عنوان لاندې پنځه ورځني ښوونیز سیمینار هم پیل کړی.
دغه پروګرام په داسې حال کې په بغلان ولايت کې تر سره کېږي، چې تر دې وړاندې هم د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د تحقیق او نوښت ریاست، د تخار، کندز او بدخشان په ګډون د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې د کارموندنې او شغلي مشورې ورکولو مرکزونه جوړ کړي دي.
