د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزي ادارې ته د پکتیا ولایت څمکنۍ ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ د محصلینو علمي سفر

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۱۲:۴

د پکتیا ولایت د څمکنۍ ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ محصلینو د لارښود استاد په لارښونه، کابل ولایت ته د یو علمي سفر په ترڅ کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تخنیکي چارو مرستیال مولوي غلام سعید احساس سره وکتل.

ښاغلي مولوي غلام سعید احساس په دې کتنه کې نوموړو ته د ښه راغلاست ترڅنګ توصیه وکړه چې د علم زده کړې او او مطالعه کولو ته د خپل ورځنیو چارو کې لومړیتوب ورکړي.

دغه راز د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال زیاته کړه چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره د هیواد په ټولو ولایتونو کې د دې ادارې د محصلینو او متعلمینو څخه هر اړخیز ملاتړ ته ژمنه ده او تر ډیره حده د نوموړو ملاتړ کوي.

نوموړي په ټولنه کې د پوهې او زده کړې ارزښت ته په اشارې سره له ځوانانو وغوښتل چې؛ دین او هیواد سره په ژمنتیا خپلو زده کړو او په بیلابیلو برخو کې د تخنیکي او مسلکي مهارتونو د ترلاسه کولو لړۍ  ته دوام ورکړي.

په همدې حال کې، محصلینو هم د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال سره د لیدنې څخه خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې نوموړي هڅه کوي ترڅو د خپلو وړتیاوو په کارولو سره د هیواد د پرمختګ، سوکالۍ او ځان بسیاینې په برخه کې ونډه واخلي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۰:۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس سره وکتل

له خصوصي سکتور سره د همکاریو پراختیا د هڅو په دوام کې، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست یوه پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس، ډاکټر نثار احمد ترکي، سره وکتل او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

BACK TO NEWS