د تخنیکي او مسلکي زده کړو شمال ختیځ زون ریاست او یونما دفتر ترمنځ دوه اړخیزه غونډه ترسره شوه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۰:۱۶
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د شمال ختیځ زون ریاست په کندز ولایت کې د یوې غونډې په ترڅ کې د یونما دفتر له ولایتي مسؤلینو سره وکتل.

یاده غونډه د ګډو همکاریو د پراختیا او د شمال ختیځ زون د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د تدریسي او حرفوي پروګرامونو د کیفیت لوړولو لپاره ترسره شوه.

په دې غونډه کې د شمال ختیځو ولایتونو د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د حرفوي او مسلکي برخو د ننګونو او اړتیاوو د ارزونې په اړه هم بحث وشو.

د غونډې په دوام کې، په کندز کې د یونما دفتر استازي د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له هڅو او فعالیتونو څخه ستاینه وکړه، او د اقتصادي ودې او ځوانانو ته د اشتغال‌زايي په برخه کې یې د مسلکي زده کړو د پیاوړتیا پر ارزښت ټینګار وکړ.

دغه راز نوموړي د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره د هر اړخیزو همکاریو ډاډ هم ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS