د تخنیکي او مسلکي زده کړو په یوه ښووونیز مرکز کې د عملي زده کړو لړۍ!

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۱۲:۳۰
TVETA

د تخار ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټيټوټ د ډيتابیس څانګې محصلینو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د عملي زده کړو په چوکاټ کې د روتر او شبکې په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.

د لارښود استاد تر نظر لاندې، د دې مرکز د عملي کارونو په ورکشاپ کې، محصلینو د لاسرسۍ وړ وسایلو په کارولو سره په شبکه کې د روتر د اتصال طریقه په عیني شکل وکتل او د درس له ښوونیزو موادو څخه یې په عملي ډول ګټه پورته کړه.

دغه راز لارښود استاد نوموړو ته د شبکې او اتصالونو په اړه هراړخیز توضیحات ورکړل او د هغوی پوښتنو او سوالونو ته یې ځوابونه وویل.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د روزنې لویه برخه عملي ده، له همدې امله، د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو فارغان د فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب کیږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۶:۱۵
Background image

په تخار ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې لخوا د کار موندنې مرکز پرانیستل شو

په تخار ولایت کې تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسؤلینو د یو اقدام په ترڅ کې د هغو زده کړیالانو لپاره د دندې موندلو اومشوره دهۍ مرکز پرانیست چې د فراغت په درشل کې موقعیت لري. د دې مرکز. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۰:۸
Background image

د خوست ولایت تخنیکي انسټيټوټ د محصلینو لپاره ښوونیز سیمینار ترسره شو

په خوست ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسولین وایي چې د یاد ولایت تخنیکي انسټيټوټ د محصلینو لپاره یې یو شمیر ښوونیز سیمینارونه په لاره اچولي دي. د مسؤلینو په وینا، دا. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۰:۶
Background image

د میدان وردګو ولایت چک کثیرالرشتوي انسټيټوټ لخوا د سیرت النبی ﷺ د ازموینې پایلې اعلان شوې

په میدان وردګ ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسؤلین خبر ورکوي چې د سیرت النبي ﷺ آزموینه چې د یاد آمریت اړوند چک کثیرالرشتوي انسټيټوټ له خوا په لاره اچول شوې وه، نن ورځ یې. . .

BACK TO NEWS