په میدان وردګو ولایت کې د محبوسینو لپاره د تخنیکي زده کړو د زمینې برابرول

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۶ - ۱۴:۵۵
TVETA

د میدان وردګو ولایت اړوند د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت مسولین د یاد ولایت محبوسینو لپاره د مبائیل ترمیم لنډ مهاله روزنیز پروګرام په لاره اچولو خبر ورکوي.

د یاد پروګرام د ترسره کولو موخه له بند څخه وروسته د محبوسینو لپاره د کار زمینې برابرول او د نوموړو د اقتصادي وضعیت وده ویل شوې ده.

دغه پروګرام د میدان وردګو ولایت په مرکزي محبس کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د حرفوي پروګرامونو د سمون ریاست له خوا جوړ شوی، چې ۲۵ تنه محبوسین به ورڅخه ګټه پورته کړي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د حکومت د رسنیو په مرکز کې د زندانونو چارو د سمون له ادارې سره د ګډو همکاریو تفاهم لیک لاسلیک کړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۹:۵۳
Background image

د غزنی ولایت د کرنې او وترنرۍ انسټيټوټ د فوټبال سیالیو تورنمنټ پای ته ورسېد

د فوټبال سيالیو تورنمنټ چې د غزنی ولایت د کرنې او وترنرۍ انسټيټوټ لخوا د بېلابېلو مکاتبو او انسټيټوټونو د محصلينو ترمنځ په لاره اچول شوې و، د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پای ته ورسېد. د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۶ - ۱۴:۵۵
Background image

په میدان وردګو ولایت کې د محبوسینو لپاره د تخنیکي زده کړو د زمینې برابرول

د میدان وردګو ولایت اړوند د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت مسولین د یاد ولایت محبوسینو لپاره د مبائیل ترمیم لنډ مهاله روزنیز پروګرام په لاره اچولو خبر ورکوي. د یاد پروګرام د ترسره کولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۶ - ۱۳:۵۷
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له خوا د درې لنډ مهاله حرفوي پروګرامونو افتتاح

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اړوند د حرفوي پروګرامونو د سمون ریاست د کابل ښار د کرنې او خوراکي توکو د پروسس په انسټيټوټ کې درې لنډ مهاله حرفوي پروګرامونه پرانیستل. په دې لنډ مهاله. . .

BACK TO NEWS