ښاغلي مولوي غلام حیدر شهامت د ریاست‌الوزراء له سیاسي مرستیال سره وکتل

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۳۰ - ۱۰:۴۳
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حیدر شهامت د ریاست‌الوزراء له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په سپیدار ماڼۍ کې وکتل.

د یادې غونډې په پیل کې محترم مولوي شهامت د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د موخو، لاسته راوړنو او برنامو په اړه توضیحات ورکړل او زیاته یې کړه چې یاده اداره د اقتصادي ودې او د کارموندنې په برخه کې مهم رول لوبوي.

دغه راز دتخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د ریاست‌الوزراء له سياسي مرستيال سره د ناستې په ترڅ کې  د هیواد څخه بهر ته د ماهر کاري ځواک د لېږدلو په باب هم خبرې وکړې .

په دې کتنه کې په کابل کې د بهرنيو موسسو او سفارتونو سره د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د همکاريو په باب هم بحث وشو.

د دې غونډې په دوام کې د ریاست‌الوزراء سياسي مرستيال مولوي عبدالکبیر د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې له فعاليتونو او لاسته راوړنو څخه ستاینه او قدرداني وکړه.

همدارنګه په دې کتنه کې محترم مولوي عبدالکبیر د تخنیکي او مسلکي زده کړو په لازیاتې پیاوړتیا او ملاتړ ټینګار وکړ.

د غونډې په ترڅ کې په نورو اړوندو مسایلو هم خبرې وشوې او غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۲۵
Background image

د چک ولسوالۍ انسټیټیوټ او معارف مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټیوټ آمریت د یادې ولسوالۍ د ښوونځیو له یو شمېر مدیرانو او مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه. دا ناسته په کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۷
Background image

محصلینو ته د ودانیو د نقشو عملي کولو زده‌کړه ورکړل شوه

د میدان وردګو ولایت جلګې ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټیوټ محصلینو د عملي زده‌کړو په لړ کې د استوګنیزو ودانیو د جوړولو اړوند موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د ودانیزو ټکنالوژۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۳۲
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي ناسته کې د برېښنا اړوند مهمو موضوعاتو لکه سیم‌غڅونې، د برقي مدارونو تشخیص او ترمیم، او د برېښنا خوندیتوب په. . .

BACK TO NEWS