په کاپیسا ولایت کې د مجاهدینو لپاره د ادارې او مدیریت روزنیز پروګرام پیل شو

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۱ - ۱۱:۳۳
د مجاهدین زده کړي

د کاپیسا ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د مجاهدینو لپاره د ادارې او مدیریت روزنیز پروګرامونه پیل شول.

د کاپيسا ولايت د تخنيکي زده کړو د آمریت مسؤلین وايي، چې د یاد پروګرام په افتتاحیه مراسمو کې يو شمېر سیمه ییزو چارواکو او مشرانو هم حضور درلود.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو د ادارې له خوا د چمتو شوې طرحې له مخې به په ټول هېواد کې مجاهدين کولاى شي د تعليمي سویې د تثبیت وروسته د اداري او مديريت پروګرام د زده کړې په موخه د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې شامل شي.

دا په داسې حال کې ده چې اوس محال په یو شمېر ولایتونو کې د مجاهدینو د روزنې پروګرام دوام لري

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۰:۴
Background image

د لغمان ولایت د مرکز تخنیکي لېسه کې د بریښنایي وسایلو ترمیم

د لغمان ولایت د مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې زده‌کوونکو ته د برقي وسایلو د عیب موندنې او ترمیم څرنګوالی لکه د «کاليو مینځلو ماشین» په عملي ډول ور وښودل شو. د برېښنا څانګې استاد د کاليو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له لوري د نیالګیو کېنولو کمپاین دوام لري

د نیالګیو کېنولو کمپاین چې څه موده وړاندې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له لوري د ولایتي تخنیکي آمریتونو په همکارۍ پیل شوی و، لا هم دوام لري. په همدې لړ کې د پکتیا ولایت د تخنیکي او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۹:۵۹
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته د برقي وسایلو ترمیم په اړه عملي روزنه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي جلسه کې د برقي وسایلو، په ځانګړي ډول د «پکې» عارضه موندنې او ترمیم څرنګوالي په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه.. . .

BACK TO NEWS