د ملي نوښتونو نندارتون د رهبری کمېټې جلسه دایره شوه.

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۸ - ۱۴:۵۲
 کمېټې ناسته

د ( افغانستان د ملي نوښتونو نندارتون ) کمېټې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د رئیسانو په شتون کې جلسه ترسره کړه.

په دغه ناسته کې مؤظفو کمېټو د نندارتون لپاره د تیاري نیولو لپاره د خپلو مسؤلیتونو د پرمختګ په هکله راپورونه وړاندې کړل.

همدارنګه استاد مطيع الله هدایت، د دفتر رئیس او د خپرونو د کمېټې مسؤل د یادې کمېتې د کاري پرمختګونو راپور وړاندې کړ، هغه وویل چې په خپرندویه ټولنو کې د ملي نندارتون هرډول خپرولو او انعکاس ورکولو لپاره په بشپړه توګه آمادګي نیول شوې ده.

نورو کمېټو هم د خپلو کاري مسؤلیتونو په هکله خپل راپورونه وړاندې کړل، او ګډون کوونکو په روڼتیا او اخلاص سره د کارونو په ترسره کولو تاکید وکړه.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره په پلان کې لري چې د روان کال د لړم (عقرب) د میاشتې په ۲۷ مه نېټه د نوښتونو او ابتکاراتو ملي نندارتون وړاندې کړي، چې د دریو ورځو لپاره به دوام وکړي.

د یاد نندارتون د افتتاح په مراسمو کې به د حکومت لوړپوړي چارواکي هم ګډون او خبرې وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۹:۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو لوېدیځ زون ریاست له خصوصي سکتور او بنسټونو سره مشورتي ناسته

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې لوېدیځ زون ریاست د کار بازار له اړتیاوو سره سم د تعلیمي نصاب ښه‌والي او اصلاح په موخه له خصوصي سکتور او بېلابېلو بنسټونو سره مشورتي ناسته ترسره کړه. د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۲۷
Background image

په اسلامي سیاسي نظام کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ځای او رول

د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ انسټیټیوټ رئیس مفتي نورالله عزام د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په یوه اصلاحي ناسته کې د اسلامي نظام د ساتنې او پیاوړتیا په برخه کې د مسلکي زده‌کړو پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۲۵
Background image

د چک ولسوالۍ انسټیټیوټ او معارف مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټیوټ آمریت د یادې ولسوالۍ د ښوونځیو له یو شمېر مدیرانو او مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه. دا ناسته په کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې. . .

BACK TO NEWS