د بلخ د نویو ګمارل شویو کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړولو پروګرام په لاره واچول شو

د بلخ ولایت د تخنیکی او مسلکي زده کړو آمریت د بلخ ولایت د نوی ګمارل شویو کارکوونکو او مجاهدینو لپاره د ظرفیت لوړولو پروګرام په لاره واچول شو.
دا روزنیز پروګرام د نوی ګمارل شویو کارکوونکو د اداری وړتیا د ښه کولو په موخه په لاره اچول شوی دی.
د بلخ د تخنيکي او مسلکي زده کړو آمر مولوي صلاح الدين اميني دغه روزنیز پروګرام د نويو ګمارل شويو کارکوونکو او مجاهدینو د اداري مهارتونو د لوړولو لپاره اغېزمن وباله.
د ظرفیت لوړولو روزنیز پروګرام لړۍ په نورو ولایتونو کې هم روانه ده.