یوه خیریه بنسټ د نابینایانو مسلکي انسټيټوټ له زده کوونکو سره نغدي مرسته وکړه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۴ - ۱۶:۱۲
توزیع پول نقد

د «اُمه اید» په نوم یوه خیریه بنسټ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د کابل ولایت د تخنیکي آمریت د مسوولینو په ګډون د روښاندلانو/ نابینایانو مسلکي انسټيټوټ زده کوونکو ته نغدي مرستې وویشلې.

د مسولینو په وینا، هر زده کوونکي ته ۴۵۰۰ افغانۍ وویشل شوې، چې له دې مرستو څخه ۱۵۰ تنه مستفید شوي دي.

د کابل ولایت تخنيکي آمر استاد رفيع الله حبيبي د «اُمه اید» بنسټ له مسوولينو سره د خبرو پر مهال له هغوی وغوښتل چې له مستحقو کسانو سره خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په ټول هېواد کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداره د اورېدلو او ليدو معلوليت لرونکو کسانو ته په ځانګړي نصاب او ځانګړي ښوونیزو مرکزونو کې زده کړې ورکوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۰:۲۱
Background image

د لغمان ولایت د تخنیکي زده‌کړو آمریت او اقتصاد ریاست ترمنځ مشورتي ناسته ترسره شوه

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمر مفتي ذبیح الله حقاني د لغمان ولایت د اقتصاد رئیس مولوي عطاء الرحمن فاتح سره وکتل. مفتي ذبیح الله حقاني په پیل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو پر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۱:۶
Background image

د مهارت او مسلک څخه د ملاتړ په پار تعقیبي او پیاوړتیايي کنفرانس ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د پلان او ستراتېژیکې همغږۍ ریاست د مهارت او مسلک څخه د ملاتړ تعقیبي او پیاوړتیايي کنفرانس جوړ کړ. دغه کنفرانس چې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په مرکزي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۲:۱۱
Background image

زده‌کوونکو ته د ودانیو د برېښنا سیم کشۍ په اړه عملي روزنه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو د عملي زده‌کړو په لړ کې د ودانۍ د برېښنا سیم کشۍ نصب او تنظیم په اړه عملي روزنه ترلاسه کړه. د اړوندې څانګې استاد په دې درسي ناسته. . .

BACK TO NEWS