په هېواد کې د نابینایانو برخې ښوونیز نصاب نهايي شو

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱ - ۱۴:۱۱
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې لخوا د لیدلو معلولیت لرونکو کسانو لپاره د آمادګۍ دورې نصاب نهايي او چاپ ته چمتو شوی دی.

د یادې ادارې د نصاب ریاست مسوولین وايي چې دغه نصاب د پوهنتونونو د استادانو په ګډون د چارو کارپوهانو او متخصصینو په همکارۍ  سره نهايي شوی دی.

د ځانګړو زده کړو ښوونیز مرکزونه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له مهمو ښوونیزو برخو څخه ګڼل کېږي چې په ټول هیواد کې د اوریدلو او لید معلولیت لرونکو خلکو ته په مسلکي توګه ښوونه او روزنه ورکوي.

د يادونې وړ ده، چې د دغې ادارې د ځانګړو زده کړو په ښوونیز مرکزونو کې د هیواد په مرکز او ولايتونو کې د اورېدلو او ليد معلوليت لرونکي سلګونه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

BACK TO NEWS