په میدان وردګو ولایت کې د ښځینه محبوسینو لپاره لنډ مهاله حرفوي پروګرام پیل شو

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۸ - ۹:۴۳

د میدان وردګو ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د یاد ولایت د محبس مسوولینو په همکارۍ ښځینه محبوسینو ته د لاسي صنایعو لنډ مهاله روزنیزحرفوي پروګرام پیل کړ.

د دغه پروګرام د پرانېستې په مراسمو کې ويناوالو د تخنيک او مسلک په اهميت خبرې وکړې او د یاد ښوونيز پروګرام له ګډونوالو يې وغوښتل چې له دې فرصت څخه په سمه توګه ګټه پورته کړي ترڅو خپلې کورنۍ او ټولنې ته د خدمت جوګه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري د زندانونو چارو د سمون له ادارې سره د تفاهم ليک په لاسليک کولو سره هڅه کوي تر څو د هېواد محبوسین بیاځلي ټولنې ته ادغام شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۶:۳۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکاډمیک بورډ غونډه ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکاډمیک بورډ غونډه، د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال ښاغلي مولوي غلام سعید احساس په مشرۍ ترسره شوه. د دې ناستې په پيل کې د اکادمیک بورد د تېرې غونډې پر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۳:۱۹
Background image

د انرژۍ او اوبو انسټیټوټ زده کونکو ته د اصلاحي او فکري روښانتیا « تنویر» پروګرام ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د انرژۍ او اوبو انسټیټوټ د زده کونکو د فکري او فرهنګي روښانتیا « تنویر» لپاره اصلاحي او ښوونیز پروګرام ترسره کړ. په دې پروګرام کې یو شمیر مقاماتو لکه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۹:۴۱
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو د شمال زون رئیس معرفي شو

ښاغلی مولوي نورالله صلاح‌الدین امیني په بلخ ولایت کې د یوې غونډې په ترڅ کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د شمال زون د رئیس په توګه معرفي او خپله دنده یې پیل کړه. په دې مراسمو کې چې د تخنیکي. . .

BACK TO NEWS