د تخنیکي او مسلکي زده کړو د شمال زون رئیس معرفي شو

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۹:۴۱

ښاغلی مولوي نورالله صلاح‌الدین امیني په بلخ ولایت کې د یوې غونډې په ترڅ کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د شمال زون د رئیس په توګه معرفي او خپله دنده یې پیل کړه.

په دې مراسمو کې چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د شمال زون رئیس د معرفي کیدو په مناسبت جوړه شوې د بلخ ولایت یو شمیر سیمه ییزو چارواکو، علماوو او د ددې ولایت د تخنیکي زده کړو مرکزونو مسؤلینو هم ګډون درلود.

په دې غونډه کې ګډونوالو د تخنیکي او مسلکي زده کړو د زونونو جوړیدل د تحصیلی او تعلیمي فرصتونو په برابرولو کې یو نیک ګام وباله او ژمنه یې وکړه چې په خپل ټول توان سره به له دې ریاست سره همکاري وکړي.

دغه‌راز مولوي نورالله صلاح‌الدین امیني د مراسمو په پای کې وویل چې په چارو کې اخلاص کول عبادت دی. نوموړي زیاته کړه چې نوموړی به په بشپړ اخلاص، ژمنتیا او ایمان‌دارۍ سره، په شمال زون کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ودې او پرمختګ لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۰:۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس سره وکتل

له خصوصي سکتور سره د همکاریو پراختیا د هڅو په دوام کې، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست یوه پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس، ډاکټر نثار احمد ترکي، سره وکتل او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

BACK TO NEWS