په میدان وردګو ولایت کې د محبوسینو لپاره د تخنیکي زده کړو د زمینې برابرول

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۶ - ۱۴:۵۵
TVETA

د میدان وردګو ولایت اړوند د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت مسولین د یاد ولایت محبوسینو لپاره د مبائیل ترمیم لنډ مهاله روزنیز پروګرام په لاره اچولو خبر ورکوي.

د یاد پروګرام د ترسره کولو موخه له بند څخه وروسته د محبوسینو لپاره د کار زمینې برابرول او د نوموړو د اقتصادي وضعیت وده ویل شوې ده.

دغه پروګرام د میدان وردګو ولایت په مرکزي محبس کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د حرفوي پروګرامونو د سمون ریاست له خوا جوړ شوی، چې ۲۵ تنه محبوسین به ورڅخه ګټه پورته کړي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د حکومت د رسنیو په مرکز کې د زندانونو چارو د سمون له ادارې سره د ګډو همکاریو تفاهم لیک لاسلیک کړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۸:۵۰
Background image

د ننګرهار والي مرستیال د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو له مرکزونو لیدنه وکړه

د ننګرهار ولایت د مقام مرستیال مولوي غلام رحمن حیدري د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو له مرکزونو څخه لیدنه وکړه. نوموړي د دې لیدنې پر مهال د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د زده‌کړو بهیر له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۸:۴۹
Background image

د پکتیا د تخنیکي زده‌کړو آمریت او اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ترمنځ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د پکتیا ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ترمنځ په یوه ناسته کې د ګډو همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک شو. د یاد هوکړه‌لیک لاسلیک موخه د دواړو ادارو ترمنځ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۴:۴۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رهبرۍ ناسته د محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت په مشرۍ او د دې ادارې د محترمو مرستیالانو په حضور کې ترسره شوه. د دې ناستې موخه د تخنیکي او مسلکي چارو. . .

BACK TO NEWS