په میدان وردګو ولایت کې د مبایل ترمیم لنډ مهاله حرفوي روزنیز پروګرام پیل شو

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۶ - ۱۵:۲۷
TVETA

په میدان وردګو ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسؤلینو له لوري د یاد ولایت د پر جلریز کثیرالرشتوي انسټيټوټ کې د مبایل ترمیم لنډمهاله حرفوي روزنیز پروګرام پیل شو.

په دې پروګرام کې د یاد ښوونیز مرکز یو شمیر زده کوونکي ګډون لري، چې د درېیو میاشتو په موده کې به د مبایل رغونې په اړه په عملي بڼه روزنه ترلاسه کړي.

د میدان وردګو ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د مسؤلینو په وینا؛ د دغه ښوونیز پروګرام د ترسره کولو موخه په هېواد کې د پوهې کچې لوړول، د کاري فرصتونو رامنځته کول او د بېوزلۍ کمول دي.

دا په داسې حال کې ده چې لنډ مهاله حرفوي پروګرامونه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له بنسټیزو پروګرامونو څخه ګڼل کېږي، چې تر دې مهاله سلګونه کسان له دغو پروګرامونو څخه فارغ شوي او د کار په بازار کې په عملي توګه پر دندو بوخت دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۸:۵۱
Background image

زده‌کوونکو ته د مهمو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یو علمي سفر په ترڅ کې د یاد ولایت ښاروالۍ ته ولاړل او هلته یې د بېلابېلو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. لارښود. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۵۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې کارکوونکي وستایل شول

نن د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په اصلاحي غونډه کې د دې ادارې یو شمېر کارکوونکي وستایل شول. دا پروګرام د دیني مسایلو ازموینې د پایلو اعلان په موخه جوړ شوی و، چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۰:۲
Background image

د لغمان ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ زده‌کوونکو ته د مدیریت بنسټونو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت د ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ مدیریت څانګې زده‌کوونکو د مدیریت اصولو او بنسټونو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. زده‌کوونکي د یو علمي سفر په ترڅ کې د لغمان ولایت مستوفیت ته. . .

BACK TO NEWS