په لغمان کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د نوي سمسټر د پیل لپاره د چمتوالي غونډه ترسره شوه
د لغمان د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمر مفتي ذبیح الله حقاني د یاد ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو له آمرینو او استادانو سره خبرې اترې وکړی.
په دغه لیدنه کې د نوي سمسټر د پیل لپاره پر چمتووالي خبرې وشوې.
د لغمان د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمر د یاد ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو آمرینو او استادانو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.
په پام کې ده چې په ولایتونو او تودو سیمو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو نوی سمسټر نن پیل شي.