په لغمان ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د درسونو پیل
د نورو ولایتونو په څېر په لغمان کې هم د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونه پیل شول.
د لغمان تخنیکي او مسلکي زده کړو امریت وايي چې د دغه ولایت ښوونځیو او انسټیټونو د زده کوونکو لپاره نظري او عملي درسونه د معمول په څېر روان دي.
د دې امریت په وینا په لومړیو ورځو کې به پر زده کوونکو او زده کړیالانو کتابونه وویشل شي.
په ټولو هغه ولایتونو کې چې ګرمو سیمو درلودنکي دي د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو درسونه پیل شوي او اوس هم دوام لري.