مالي او ادارې چارو مرستیال د اوبو او انرژۍ وزارت مسئولینو سره د جذبي اوبو د څاګانو کیندلو په هکله خبرې اترې وکړې

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۷ - ۱۳:۴۷
tveta

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مالي او اداري چارو مرستیال مفتي فضل الرحمن فاضل د اوبو د مدیریت د طرحې او د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د جذبي څاګانو کیندلو په اړه د انرژۍ او اوبو وزارت له مسئولینو سره خبرې اترې وکړې.

دغه ناسته کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه، د کابل د دریایې حوزې عمومي رئيس انجنير حبيب الرحمن حقپال وويل، د اوبو او انرژۍ وزارت پلان لري چې د اوبو د ضایع کیدو د مخنیوي په موخه د ادارو په انګړونو کې د اوبو د جذب څاګانې وکیندې.

ښاغلي حقپال د دغه پلان په تطبیق کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ریاست څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.

مفتي فضل الرحمن فاضل د ياد شوي طرحې هرکلى وکړ او دا يې يو ښه اقدام وباله.

ښاغلي فاضل څرګنده کړه چې دا مهال په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو یو شمېر انسټيټونه د اوبو له کمښت سره مخ دي او په دغو مرکزونو کې د اوبو کچه هم ټیټه شوې ده.

نوموړي د جذبي څاګانو د کیندلو په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ او په ورته وخت کې یې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د اوبو د کمښت په حل کې د اوبو او انرژۍ وزارت د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د کابل د دریایې حوزې عمومي رئیس وويل، چې د اوبو او انرژۍ وزارت به د اوبو څاګانو د کيندلو په برخه کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره همکاري وکړي.

په پاى کې پرېکړه وشوه چې تخنيکي ټيمونه به د اوبو او انرژۍ وزارت او د تخنيکي او مسلکي زده کړو د ادارې ترمنځ د همکاريو د هوکړه ليک د ترتیب په برخه کې کار کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۴:۴۴
Background image

د کارکوونکو چارو ریاست لخوا لسګونو ستونزو ته رسېدنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د کارکوونکو چارو ریاست د کارکوونکو سره د اړیکو آمریت په تیر کال کې د دې ادارې د کارمندانو لخوا ثبت شوي لسګونو شکایتونو ته رسیدګي کړې. د تخنیکي او مسلکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۴:۵۴
Background image

په افغانستان کې د اورېدو معلولیت لرونکي کسانو ته ځانګړي زده کړې!

په افغانستان کې د اورېدو معلولیت لرونکي کسانو ته د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې لخوا په ځانګړي ډول زده کړې وړاندې کیږي. اصلي موخه، د نوموړو د شغلي ځان بسیاینې او همدارنګه کار بازار ته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۹:۲۸
Background image

د چارو په غوره ترسره کولو باندې د مولوي غلام سعید احساس ټینګار

د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال محترم مولوي غلام سعید احساس، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ښوونیز نصاب او د تعلیمي او تحصیلي ارزونې او څارنې رئیسانو سره په یوه غونډه کې وکتل او خبرې. . .

BACK TO NEWS