د کندهار ولایت د تخنیکي زده کړو آمریت او د پوهنې ریاست ترمنځ تفاهم لیک لاسلیک شو
د کندهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت یاد ولایت د پوهنې ریاست سره د ګډو همکاریو تفاهم لیک لاسلیک کړ.
د دواړو ښوونیزو بنسټونو ترمنځ د تفاهم لیک د لاسلیک کولو موخه د همکارۍ او همغږۍ پراخول دي.
دا په داسې حال کې ده چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرتابه تل هڅه کوي ترڅو د خصوصي او حکومتي بنسټونو سره د تفاهم لیکونو په لاسلیک کولو سره د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو زده کونکو لپاره مناسب او غوره تدریسي لړۍ چمتو کړي.