د کندهار د تخنیکي او مسلکي زدکړو له خصوصي اړونده ښوونیزو مرکزونو څخه لیدنه و شوه

media_admin
شنبه ۱۴۰۰/۱۱/۲ - ۱۰:۱۵
tveta74

د تخنیکي او مسلکي زدکړو ادارې سرپرست محترم مفتي فضل الرحمن فاضل ؛کندهار ته د یو رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د تخنیکي او مسلکي زدکړو له اړونده خصوصي او دولتی ښوونیزو مرکزونو څخه لیدنه وکړه.

د کندهار د تخنیکي او مسلکي زدکړو آمر ښاغلی سید سمیع الله قریشی چې په دې لیدنه کې یې د محترم فاضل صاحب ملتیا کوله، د یاد ولایت د خصوصي قادری انسټیټیوټ له استادانو، اداري کارکوونکو او مسوولانو سره ولیدل.

محترم مفتي صاحب د انسټیټیوټ مشرتابه ته لارښوونه وکړه چې ورکشاپونه د عملي زدکړو په برخه کې خورا اهمیت لري او تجهیز یې هم اړین دی.

د تخنیکی او مسلکی ادارې سرپرست؛ د اړوندو انسټیټیوټ د استادانو د ظرفیت د لوړاوي په هکله هم لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.

همدارنګه د دغو ښوونیزو مرکزونو درسي بهیر یې جلا جلا تر څارنې او ارزونې لاندې ونیو او په دې برخه کې یې د ټولو کړنې او لاسته راوړنې وستایلې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس د روسیې له پلاوي سره ولیدل

نن له غرمې مخکې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد د آلتای پیداګوژیک پوهنتون له پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۸:۳۰
Background image

د ننګرهار ولایت اقتصاد ریاست سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او د یاد ولایت د اقتصاد ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو د پیاوړتیا او د دواړو ادارو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه. په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۶
Background image

د لغمان محبس ته علمي کتابونه او مجلې ډالۍ شوې

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د خپلو اړوندو ښوونیزو مرکزونو له لارې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه ۴۴ ټوکه کتابونه او ۳۵ ټوکه علمي مجلې د لغمان ولایت د محبس آمریت ته ډالۍ. . .

BACK TO NEWS