د کاپیسا ولایت «حصه اول کوهستان » کرنې او وترنرۍ انسټيټوټ د لمریزې برښنا څخه برخمن شو

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۸:۹
TVETA

په کاپیسا ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسؤلین وايي چې د ياد ولایت په «حصه اول کوهستان » کرنې او وترنرۍ انسټيټوټ کې یې سولر سیسټم نصب او له لمریزې برښنا برخمن شوی دی.

د یادونې وړ ده چې دا اقدام د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې لخوا په یاد ښوونیز مرکز کې د غوره تعلیمي فرصتونو د برابرولو او د اداري چارو د ښه والي په موخه ترسره شوی.

د کاپیسا ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت په وینا، د سولر سیسټم له نصبولو سره په دې ښوونیز مرکز کې د بریښنا نشتوالي او دغه راز د اداري او تعلیمي چارو په برخه کې تر ډيره تشې او ستونزې حل شوي دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۰:۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس سره وکتل

له خصوصي سکتور سره د همکاریو پراختیا د هڅو په دوام کې، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست یوه پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس، ډاکټر نثار احمد ترکي، سره وکتل او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

BACK TO NEWS