د کابل ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د استقلال لوړو زده کړو مؤسسې سره تفاهم لیک لاسلیک کړ.

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۱ - ۸:۵۶
TVETA

د کابل ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمر استاد رفیع الله حبیبي د استقلال د لوړو زده کړو موسسې له رئیس پوهاند حفیظ الله حداد سره د همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک کړ.

د یاد تفاهم لیک پر بنسټ به د کابل ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو د انسټيټوټونو فارغان د خپلو لوړو زده کړو د دوام په موخه د استقلال لوړو زده کړو موسسې ته په ځانګړي تخفیف سره شامل شي.

په دې تفاهم لیک کې همداراز راغلي چې استقلال د لوړو زده کړو موسسه به د کابل ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د ښوونکو او کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې پروګرامونه په لاره واچوي.

له بلې خوا د محصلینو لپاره د عملي کارونو دورې برابرول او د استقلال د لوړو زده کړو موسسې له لابراتوار، کتابتون او کمپیوټرلب څخه د محصلینو ګټه اخیستنه د دغه تفاهم لیک له موادو څخه دي.

دا په داسې حال کې ده چې د کابل ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت له دې وړاندې هم د استقلال د لوړو زده کړو له موسسې سره یو تفاهم لیک لاسلیک کړی دی.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۱۶:۱۲
Background image

د تخنیکي زده کړو لویدیځ زون رئیس له یو شمیر خصوصي بنسټونو سره وکتل

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اړوند د لویدیځ زون رئیس د دوه جلا غونډو په ترڅ کې د جامې پوهنتون له رئیس او د لویدیځ زون د خصوصي پوهنتونونو د اتحادیې له رئیس وکتل. په دې غونډو کې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۱۲:۳۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په یوه ښووونیز مرکز کې د عملي زده کړو لړۍ!

د تخار ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټيټوټ د ډيتابیس څانګې محصلینو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د عملي زده کړو په چوکاټ کې د روتر او شبکې په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه. د لارښود. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۸:۵۶
Background image

د پروان ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټيټوټ د محصلینو لپاره ښوونیز سیمینار ترسره شو

په پروان ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسولین وایي چې د یاد ولایت د مرکز اړوند کثیرالرشتوي انسټيټوټ د محصلینو لپاره یې د "آنلاین سوداګرۍ" تر عنوان لاندې یو ورځنی ښوونیز. . .

BACK TO NEWS