د چک ولسوالۍ کثیر الرشتوي انسټیټوټ برښنا څانګې زده کړیالانو د یادې ولسوالۍ برښنا فابریکې څخه لیدنه وکړه

media_admin
شنبه ۱۴۰۱/۷/۲۳ - ۱۳:۴۹
وردگ

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ د برښنا څانګې زده کړیالانو د عملي زده کړو په موخه د یادې ولسوالۍ برښنا فابریکې ته واستول شول.

د دغه عملي سیر په ترڅ کې دوی د چک ولسوالۍ برښنا فابریکې له ټولو څانګو د لارښود استادانو سره یوځای لیدنه وکړه.

د چک ولسوالۍ کتیرالرشتوي انسټیټوټ د برښنا څانګې زده کړیالانو په دې علمي بهیر کې مهارتونه او تجربې زده کړې.

دوی تر دې مخکې د یوه علمي سیر په ترڅ کې د سیداباد د برښنا بند له بېلابېلو برخو څخه لیدنه کړې وه.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې 60% سلنه روزنه عملي ده. تر څو د دغو مرکزونو فارغان له فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب شي.

د مسلکي او ماهر کاري ځواک روزنه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې یو له اصلي موخو څخه دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس د روسیې له پلاوي سره ولیدل

نن له غرمې مخکې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد د آلتای پیداګوژیک پوهنتون له پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۸:۳۰
Background image

د ننګرهار ولایت اقتصاد ریاست سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او د یاد ولایت د اقتصاد ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو د پیاوړتیا او د دواړو ادارو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه. په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۶
Background image

د لغمان محبس ته علمي کتابونه او مجلې ډالۍ شوې

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د خپلو اړوندو ښوونیزو مرکزونو له لارې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه ۴۴ ټوکه کتابونه او ۳۵ ټوکه علمي مجلې د لغمان ولایت د محبس آمریت ته ډالۍ. . .

BACK TO NEWS