د پکتیا د تخنیکي او مسلکي زده کړو امریت او د کرنې ریاست ترمنځ همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۴/۷ - ۱۲:۴۵
هوکړه لیک

د پکتیا د تخنیکي او مسلکي زده کړو امریت او د دغه ولایت د کرنې ریاست ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.

 په دې کتنه کې د پکتیا ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو امر مولوی غلام رسول سعیدي د تخنیکي او مسلکي زده کړو په ځانګړي ډول د کرنې په برخه کې د ارزښت او ګټو په اړه خبرې وکړې.

ښاغلی سعيدي زياته کړه، چې د دغه هوکړه ليک له مخې به د کرنې او وترنری انسټیټوټ زده کړیالان د کرنې رياست په څېړنيزو څانګو کې عملي زده کړي ترلاسه کړی، کوم چې د دوی په علمي پرمختګ کې به مثبته اغېزه وکړي.

په دې وروستیو کې د پکتیا ولایت کرنې رئیس مولوي عبدالرووف سعید ډاډ ورکړ، چې د کرنې او وترنري انسټیټوټ  زده کړیالانو ظرفیت لوړولو او د هغوی د عملي کار لپاره به هر اړخیزې هڅې وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس د روسیې له پلاوي سره ولیدل

نن له غرمې مخکې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد د آلتای پیداګوژیک پوهنتون له پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۸:۳۰
Background image

د ننګرهار ولایت اقتصاد ریاست سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او د یاد ولایت د اقتصاد ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو د پیاوړتیا او د دواړو ادارو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه. په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۶
Background image

د لغمان محبس ته علمي کتابونه او مجلې ډالۍ شوې

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د خپلو اړوندو ښوونیزو مرکزونو له لارې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه ۴۴ ټوکه کتابونه او ۳۵ ټوکه علمي مجلې د لغمان ولایت د محبس آمریت ته ډالۍ. . .

BACK TO NEWS