د پکتيا د څمکنيو ولسوالۍ د کرنې انسټیټوټ د يوه زده کړیالان له خوا د ممپلیو آزمایښتي کښت ترسره شو

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۸/۵ - ۱۲:۱۰
ممپلی

عمران چې د پکتیا ولایت د څمکنيو ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کرنې په برخه کې یو له هغه نوښتګرو زده کړیالانو څخه دی، د یوې څیړنیزې پروژې په ترڅ کې یې د ممپلیو آزمایښتي کښت ترسره کړ.

نوموړي په دې پروژه کې، د ممپلیو کښت لپاره  اقلیمي عوامل، اوبو او د خاورې شرایط څیړلي دي.

 عمران وايي چې دې تجربې مثبته نتیجه ورکړې او له نیم کیلوګرامه میمپلي تخم څخه یې لس کیلوګرامه حاصل ترلاسه کړی دی.

هغه زياتوي، چې د څمکنيو ولسوالۍ د ممپلیو کښت لپاره مناسبه سيمه ده او د یادې ولسوالۍ د اوسېدونکو لپاره د عايد يوه ښه سرچينه کېدای شي.

د یادولو وړ ده چې د نوښتګرو، تکړه او متخصص انساني ځواک روزل د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ادارې له مهمو موخو څخه دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس د روسیې له پلاوي سره ولیدل

نن له غرمې مخکې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد د آلتای پیداګوژیک پوهنتون له پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۸:۳۰
Background image

د ننګرهار ولایت اقتصاد ریاست سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او د یاد ولایت د اقتصاد ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو د پیاوړتیا او د دواړو ادارو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه. په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۶
Background image

د لغمان محبس ته علمي کتابونه او مجلې ډالۍ شوې

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د خپلو اړوندو ښوونیزو مرکزونو له لارې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه ۴۴ ټوکه کتابونه او ۳۵ ټوکه علمي مجلې د لغمان ولایت د محبس آمریت ته ډالۍ. . .

BACK TO NEWS