د پروان ولایت سیدخیلکثیرالرشتوي انسټیټوټ د محصلینو له لوري د عملي روزنو د زده کړې لړۍ

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۲۶
TVETA

د پروان ولایت اړوند سید خیل ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ د وترنرۍ څانګې محصلینو د عملي زده کړو په چوکاټ کې د حشراتو په اړه روزنه ترلاسه کړه.

پدې جلسه کې، لارښود استاد محصلینو ته د "بندپایانو فایلم" موضوع په علمي او عملي ډول تشریح کړه، او همداراز د نوموړو پوښتنو او سوالونو ته یې هم هراړخیز ځوابونه وړاندې کړل.

دا فعالیتونه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سره تړلي په ښوونیزو مرکزونو کې د زده کړو یوه برخه ده، چې د محصلینو د عملي مهارتونو د پیاوړتیا او د کار بازار ته د ننوتلو لپاره د هغوی د چمتو کولو په پار ترسره کیږي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبری تل د عملي زده کړو پر اهمیت ټینګار کوي او هڅه کوي چې د اړینو اسانتیاوو په برابرولو سره محصلینو ته د اغیزمنو زده کړو زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۰:۳۱
Background image

د کرنې څانګې د استادانو لپاره د ظرفیت لوړونې سیمینار پیل شو

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت مسئولین وایي چې د دې ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د کرنې څانګې د استادانو لپاره د ظرفیت لوړونې شپږ ورځنی سیمینار پیل شو. د دغه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۴:۴۵
Background image

د عليشېرو او تريزایو کثیرالرشتوي لېسې کې د شین چای د کرکېلې بریالۍ تجربه ترسره شوه

د خوست ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت مسئولین وایي چې د لومړي ځل لپاره د دغه ولایت د عليشېرو او تريزایو کثیرالرشتوي لېسې په انګړ کې د شین چای آزمایښتي کرکېله ترسره شوه. د دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۳۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس د آغاخان بنسټ له پلاوي سره ولیدل

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس، محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د آغاخان بنسټ له پلاوي سره وکتل او خبرې یې وکړې. په دې ناسته کې د آغاخان بنسټ د. . .

BACK TO NEWS