د میدان وردګو ولایت سیداباد کثیرالرشتوي انسټيټوټ د محصلینو د عملي زده کړو بهیر

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۸:۳۲
TVETA

د میدان وردګو ولایت اړوند سیداباد کثیرالرشتوي انسټيټوټ د تکنیشن موتر څانګې محصلینو د یادې ولسوالۍ اړوند آریا خصوصي ورکشاپ ته د یو علمي سفر په ترڅ کې د موټرونو د برک سیستم  په اړه په عملي بڼه روزنه ترلاسه کړه.

لارښود استاد د درس په ترڅ کې محصلینو ته د برک، ABS او ددې برخې اړوند نورو عوارضو د ترمیمولو د څرنګوالي په اړه په مفصله توګه توضیحات وړاندې کړل او د نوموړو پوښتنو ته یې هم ځوابونه وویل.

عملي زده کړې له محصلینو سره مرسته کوي ترڅو د فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب شي.

له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو بهير لا پیاوړی کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۹:۵۳
Background image

د ننګرهار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او ملي بانک ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ غونډه ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د همغږۍ د پیاوړتیا او د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په موخه، د یاد ولایت د ملي بانک له مسؤلینو سره غونډه ترسره کړه. په دې غونډه کې دواړو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۰:۲۷
Background image

د ملګرو ملتونو پلاوي د بامیان د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو له مسؤلینو سره وکتل

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي او د پراختیایي چارو مرستیال برونو لمارکیس په مشرۍ د ملګرو ملتونو یوه پلاوي، د بامیان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو له آمر، استاد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۵:۴۲
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته د دې ادارې د بېلابېلو ریاستونو د یو شمېر رئیسانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د غونډې په پیل کې د اکاډمیک. . .

BACK TO NEWS