د ملکي هوایي چلند انستیتیوت د فارغانو د ګمارنې په غونډه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د سرپرست ګډون او وینا
د ملکي هوایي چلند د انستیتیوټ د۱۴۰۲ لمریز کال د فارغانو د جذب او استخدام غونډه د یو شمېر حکومتي چارواکو په ګډون ترسره شوه.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ادارې سرپرست الحاج مولوي غلام حیدر شهامت په یادې غونډه کې خبرې وکړې او ویې ویل: چې ژمن او کارپوه ځوانان د هېواد په پرمختګ کې رغنده رول لوبوي.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ادارې سرپرست دا هم وویل چې حکومت دې ته ژمن دی تر څو د ځوانانو حمایت وکړي .
په ورته وخت کې الحاج مولوي شهامت زیاته کړه چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره هم د دغې ادارې د تعلیمي مرکزونو څخه ۱۰۰۰ تنه مخکښ زده کوونکي به په کارونو وګمارل شي.
نورو وینا والو هم په هیواد کې د علم پر اهمیت خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې ځوانان باید په هېوادنۍ روحیه او اسلامي عقیده وروزل شي.
ددې مراسمو په پای کې محترم مولوي شهامت او نورو مسوولینو چې په دې پروګرام کې یې برخه اخیستې وه، د ملکي هوایي چلند انستیتیوت فارغانو ته «تقرر لیکونه» ورکړل.