د مالې او اداري چارو مرستیال له اداري څانګو څخه لیدنه وکړه!

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱/۱۷ - ۱۳:۲۰
tveta115

دتخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي مفتي فضل الرحمن فاضل ددغه ادارې له مالي او اداري معينيت له اړونده څانګو څخه ليدنه وکړه.

ښاغلي فاضل د مالی او حسابی، انساني سرچېنو او خدماتو او املاکو ریاستونو له کارکوونکو سره وکتل او د هغوی ستونزې یې واورېدې.

د مالي څانګو کارکوونکو هم خپلې اداري اړتیاوې لکه د کاغذي کارونو، د کارکوونکو کمښت او د کمپیوټرونو نشتوالي ستونزې له مالي او اداري چارو مرستیال سره شریکې کړې.

ښاغلي فاضل ژمنه وکړه، چې د ستونزو د حل او د اسانتیاوو په برخه کې به یې اړتیاوې پوره کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس د روسیې له پلاوي سره ولیدل

نن له غرمې مخکې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد د آلتای پیداګوژیک پوهنتون له پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۸:۳۰
Background image

د ننګرهار ولایت اقتصاد ریاست سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او د یاد ولایت د اقتصاد ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو د پیاوړتیا او د دواړو ادارو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه. په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۶
Background image

د لغمان محبس ته علمي کتابونه او مجلې ډالۍ شوې

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د خپلو اړوندو ښوونیزو مرکزونو له لارې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه ۴۴ ټوکه کتابونه او ۳۵ ټوکه علمي مجلې د لغمان ولایت د محبس آمریت ته ډالۍ. . .

BACK TO NEWS