د مالی او حسابی ریاست خپل کاری راپور د تخنیکي او مسلکي زده کړو رهبری ته وړاندې کړ

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱/۱۰ - ۱۷:۲۵
tveta1001

د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداری د مالي او حسابی رئيس ښاغلي محمد حامد پوپل د يادې ادارې رئيس ښاغلي مولوي غلام حيدر شهامت ته د خپلو فعاليتونو راپور وړاندې کړ.

ښاغلي پوپل د یو پریزنټیشن په ارایه کولو سره، د مالي او حسابی ریاست د تشکیل او دندو په اړه هم معلومات وړاندی کړل. د هغه په وينا، د کارکوونکو د معاشونو ترتیبول، د مصرفی حوالو اجرا کول، په AFMIS سیسټم کې د مالي پلانونو ثبتول او د بودیجې د راپورونو وړاندې کول د دې ریاست له مهمو دندو څخه دي.

د مالی او حسابی رییس د 1400 مالي کال په وروستیو دريو مياشتو کښې د بودجی د لګښت په اړه هم راپور وړاندې کړ.

ښاغلي پوپل زیاته کړه چې د مالیې وزارت د تېر مالي کال په وروستیو درېیو میاشتو کې، د تخنيکي او مسلکي زده کړو  ادارې د معاشونو د کوډ لپاره ٤٥٣ ميليونه افغانۍ او د توکو او خدمتونو د کوډ لپاره ٩٠ ميليونه افغانۍ ځانګړې کړی وی، چې ٩٣ سلنه له مرکزي بوديجی لګول شوې.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداری د مالی او حسابی رئيس زياته کړه، چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداری د ١٤٠١مالی کال بوديجې طرحه هم چمتو او ماليې وزارت ته استول شوې ده.

ښاغلي پوپل د مالی او حسابی رياست ستونزو ته په اشارې سره وويل، چې د کارکوونکو کموالى د دې رياست له عمده ننګونو څخه دى.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداری رئيس د مالی او حسابی رئيس د راپور له اورېدو وروسته هغه ته لارښوونه وکړه، چې د خپل صلاحيت له مخې په جدي توګه عمل وکړي او هېچا ته د دې رياست په چارو کې د لاسوهنې اجازه ورنکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس د روسیې له پلاوي سره ولیدل

نن له غرمې مخکې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد د آلتای پیداګوژیک پوهنتون له پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۸:۳۰
Background image

د ننګرهار ولایت اقتصاد ریاست سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او د یاد ولایت د اقتصاد ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو د پیاوړتیا او د دواړو ادارو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه. په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۶
Background image

د لغمان محبس ته علمي کتابونه او مجلې ډالۍ شوې

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د خپلو اړوندو ښوونیزو مرکزونو له لارې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه ۴۴ ټوکه کتابونه او ۳۵ ټوکه علمي مجلې د لغمان ولایت د محبس آمریت ته ډالۍ. . .

BACK TO NEWS