د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د نوښت په مرکز کې له جوړ شوي موټر څخه لیدنه وکړه
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ ندا محمد ندیم د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له سرپرست مولوي غلام حیدر شهامت سره یو ځای د یادې ادارې د نوښت په مرکز کې له جوړ شوي موټر څخه لیدنه وکړه.
ښاغلي ندیم د دې موټر جوړونکي په نغدي جوايزو سره يې وستايل.
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې څخه د نوښتګرو ځوانانو د ملاتړ له امله مننه وکړه.
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د نوښت مرکز د نوښتګرو ځوانانو د ملاتړ په موخه جوړ شو. چې تر اوسه په دغه مرکز کې یو موټر جوړ شوی دی.