د فراه تخنیکي او مسلکي انسټیټوټ زده کړیالانو له نوښتونو څخه لیدنه وکړل شوه

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۷ - ۱۱:۲۵
فراه

د فراه ولایت تخنیکي او مسلکي زده کړو آمر ښاغلي علي جان ظاهري د فراه مرکز د تخنیکي او مسلکي زده کړو له انسټیټوټ د برښنا انجنيري او ساختماني انجنيري زده کړیالانو له عملي کارونو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

د برښنا انجینرۍ او ساختماني انجینرۍ زده کوونکو او زده کړیالانو خپل نوښتونه نندارې ته وړاندې کړل.

دوی د خپلو عملي زده کړو په ترڅ کې له لومړینو امکاناتو څخه په استفادې دوه د بادي توربینونه، یو د اوبو توربین، یو عدد منتاژ پل، یو عدد برښنایی بخاري، یو لیول دستګاه او یو آبشار جوړ کړی دی.

 نوښتګر زده کوونکي  او زده کړیالان وايي، که امکانات او خام مواد ورته برابر شي، د معياري امکاناتو او وسايلو د جوړولو توان لري.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمر ژمنه وکړه چې د خامو موادو برابرولو لپاره به هڅه وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس د روسیې له پلاوي سره ولیدل

نن له غرمې مخکې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد د آلتای پیداګوژیک پوهنتون له پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۸:۳۰
Background image

د ننګرهار ولایت اقتصاد ریاست سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او د یاد ولایت د اقتصاد ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو د پیاوړتیا او د دواړو ادارو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه. په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۶
Background image

د لغمان محبس ته علمي کتابونه او مجلې ډالۍ شوې

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د خپلو اړوندو ښوونیزو مرکزونو له لارې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه ۴۴ ټوکه کتابونه او ۳۵ ټوکه علمي مجلې د لغمان ولایت د محبس آمریت ته ډالۍ. . .

BACK TO NEWS