د ساختمان د لیول کارۍ په برخه کې د بهسود کثیرالرشتوي انسټیټوټ زده کوونکو د عملي زده کړو بهیر

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۳ - ۱۰:۴۲

د میدان وردګو ولایت اړوند بهسود کثیرالرشتوي انسټيټوټ د دولسم ټولګي زده کوونکو د ساختمان د لیول کولو د څرنګوالي په اړه په عملي بڼه روزنه ترلاسه کړه.

نوموړو ته په دې درسي جلسه کې، د استاد له لوري د لیول ماشین په واسطه د ساختمان د لیول کولو او همدارنګه د شاقول د کارولو طریقه په عملي ډول تشریح شوه، او د موضوع په اړه یې خپلې پوښتنې او سوالونه هم شریک کړل.

دغه راز په دوام کې لارښود استاد د لیول کولو په برخه کې د زده کوونکو پوښتنو ته مفصل ځوابونه ورکړل.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د روزنې ډیری برخه عملي ده، څرنګه چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو فراغان په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب کیږي.

له همدې امله، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر پیاوړتیا ټینګار کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۳۲
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي ناسته کې د برېښنا اړوند مهمو موضوعاتو لکه سیم‌غڅونې، د برقي مدارونو تشخیص او ترمیم، او د برېښنا خوندیتوب په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۸:۵۱
Background image

زده‌کوونکو ته د مهمو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یو علمي سفر په ترڅ کې د یاد ولایت ښاروالۍ ته ولاړل او هلته یې د بېلابېلو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. لارښود. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۵۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې کارکوونکي وستایل شول

نن د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په اصلاحي غونډه کې د دې ادارې یو شمېر کارکوونکي وستایل شول. دا پروګرام د دیني مسایلو ازموینې د پایلو اعلان په موخه جوړ شوی و، چې. . .

BACK TO NEWS