د ده سبز کثیرالرشتوی انستیتوت زده کړیالانو لخوا د څارویو واکسین تطبیق

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۰ - ۹:۱۹
واکسین

د عملي کار په ترڅ کې د کابل ولایت ده سبز ولسوالۍ کثیر الرشتوي انسټیټوټ زده کړیالانو څارویو ته "لمپی سکین" ناروغۍ واکسین او درمل تطبیق کړل.

د دې کار په ترڅ کې لارښود استاد او متخصص ډاکټر زده کړیالانو ته لارښوونه وکړه.

"لمپی سکین" د څارویو یوه خطرناکه ناروغي ده چې غواګانو په ګډون د څارویو د مړینې لام کیږي. دغه ناروغي په دې وروستيو کې د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې پيژندل شوې ده.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د کرنې او نورو څانګو زده کوونکي د ټولنې او د کار بازار له اړتیاوو سره سم په نظري او عملي ډول مهارتونه او تخصص زده کوي.

د ماهرو او متخصیص ځواک روزنه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې یو له مهمو موخو څخه دی

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس د روسیې له پلاوي سره ولیدل

نن له غرمې مخکې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد د آلتای پیداګوژیک پوهنتون له پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۸:۳۰
Background image

د ننګرهار ولایت اقتصاد ریاست سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او د یاد ولایت د اقتصاد ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو د پیاوړتیا او د دواړو ادارو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه. په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۶
Background image

د لغمان محبس ته علمي کتابونه او مجلې ډالۍ شوې

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د خپلو اړوندو ښوونیزو مرکزونو له لارې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه ۴۴ ټوکه کتابونه او ۳۵ ټوکه علمي مجلې د لغمان ولایت د محبس آمریت ته ډالۍ. . .

BACK TO NEWS