د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له لوري د رسول الله ﷺ د سیرت ستره سیالي ترسره شوه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۳:۳۸

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست او د تنویر فکري او فرهنګي ادارې په همکارۍ، د کابل ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو له مرکزونو څخه د څه باندې دوه زره زده‌کوونکو په ګډون، د رسول الله ﷺ د سیرت ستره ازموینه ترسره کړه.

د دې پروګرام د پرانیست غونډې په مراسمو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال، محترم مولوي غلام سعید احساس، ګډون او وینا وکړه.

نوموړي د دې پروګرام د ترسره کېدو موخه د رسول اکرم ﷺ له سیرت سره د ځوانانو بلدتیا وبلله او څرګنده یې کړه چې ټول مسلمانان، په ځانګړي ډول ځوانان، باید د رسول الله ﷺ له ستر سیرت څخه بشپړه پوهه ولري.

نوموړي همداراز د مبارک دین اسلام پر وړاندې د مسلمان ځوانانو مسؤلیتونه حیاتي او مهم وبلل او په خپلو خبرو کې یې وویل چې ځوانان باید د مبارک دین اسلام د پیاوړتیا او پراختیا په برخه کې له هېڅ ډول هڅې څخه ډډه ونه کړي.

په همدې حال کې، محترم مولوي غلام سعید احساس د خپلو خبرو په یوه برخه کې څرګنده کړه چې پر الله تعالی ایمان او د مبارک دین اسلام پر وړاندې ژمنتیا ډېر مهم او ارزښتناک دي او ځوانان باید دغه دواړه ارزښتونه د خپل ژوند سرمشق وګرځوي.

د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال همداراز وویل چې ځوانان باید د سالمې سیالۍ له لارې هڅه وکړي، څو په بېلابېلو برخو، په ځانګړي ډول د دیني علومو په برخه کې، خپله پوهه او علم لا پیاوړی کړي.

له بلې خوا، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د دعوت او ارشاد رئیس، محترم مفتي نجم‌الدین حقاني، د رسول الله ﷺ د سیرت په ستره سیالۍ کې د ځوانانو له ګډون څخه د مننې ترڅنګ، ژمنه وکړه چې د دې سیالۍ پایلې به په بشپړه روڼتیا سره اعلان شي.

د دعوت او ارشاد رئیس همداراز وویل چې دغه ریاست د عامه پوهاوي د لوړولو او د ځوانانو د لا زیاتې پوهې لپاره بېلابېل پروګرامونه په پام کې لري.

نوموړي د خپلو خبرو په پای کې زیاته کړه چې ټاکل شوې ده د رسول الله ﷺ د سیرت سیالۍ مخکښو ګډونوالو ته جایزې او ډالۍ هم ورکړل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۱:۴۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په اداره کې د جومات د جوړولو چارې تر ۳۰ سلنه ډېرې بشپړې شوي

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په انګړ کې د جومات د جوړولو چارې د پام وړ پرمختګ لري او تر اوسه یې د ودانیزو چارو له ډلې تر ۳۰ سلنې ډېر کارونه بشپړ شوي دي. دغه پروژه د دې لپاره پیل شوې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۹:۰
Background image

د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي په اندونیزیا کې د افغانستان اسلامي امارت له سفیر سره وکتل

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، او د یادې ادارې د بهرنیو اړیکو رئیس، انجنیر احمد نبي نایل، اندونیزیا ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې په دغه هېواد کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۵:۱۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس د مالیزیا د پارلمان له رئیس سره وکتل

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، او د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ انسټیټوټ رئیس، محترم عبیدالله اخندزاده، د مالیزیا د پارلمان له رئیس، محترم. . .

BACK TO NEWS