د دفاع وزارت د وسایطو ترمیم د کابل په اتومیخانیکي اکاډمۍ کې
د کابل د اتومیخانیکي اکاډمۍ د موټرو د ترمیم څانګې زده کړیالانو د ملي دفاع وزارت یو شمېر پوځي وسایط ترمیم کړل.
دغه وسایط د ملي دفاع وزارت د انجینرۍ لوا اړوند دي چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره یې د اتومیخانیکي اکاډمۍ د ساحاتو په سمولو او هوارولو کې همکاري کړې ده.
د کابل اتومیخانيکي اکاډمۍ په هېواد کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو یو له مهمو مرکزونو څخه دی، چې د موټرونو د ترمیم، برېښنا، د سړک جوړونې د وسایطو د ترمیم او ماشینرۍ په برخو کې فعالیت کوي.